کابل/ د زمري ۳ مه / باختر
د زابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه پاکستانی افسر نیولی چې له طالبانو سره به یې په تخنیکي برخه کې مرسته کوله.
د دغه ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي چې تېره شپه یې په دغه ولایت کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې هغه پاکستانی افسر نیول شوی چې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې، ماین جوړونې او تخنیکي برخې مسوولیت یې پر غاړه لاره.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوی افسر د پاکستان د سند ایالت د سیوال ولسوالۍ د دستوال کلي اوسېدونکی دی چې پر زابل سربېره به یې په نورو ولایتونو کې هم له طالبانو سره مرسته کوله.
سعیده
15 د یوې دقیقې څخه لږ