په زابل کې له غاصبانو څخه ۱۲ زره جریبه ځمکه راګرځول شوې دي

قلات/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د زابل ولایت  د عدلیې ریاست مسولین وایي چې په ۱۳۹۷ کال کې یې څه د پاسه ۱۲ زره جریبه دولتي ځمکې له غاصبانو څخه خلاصې کړې دي.
د عدلیې رئیس فرید احمد خویشکي د باختر اژانس له سیمه ېیز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د تېر کال په بهیر کې یې په اداره کې د اصلاحاتو راوستلو ترڅنګ په مرکز او ولسوالیو کې یې ۱۲ زره ۳۵۱ جریبه دولتي ځمکې له غاصبانو څخه را ګرځولې دي.
په ورته وخت کې ځیني مدني فعالان او ځوانان هم د یاد ریاست فعالیتونه ستایي خو وایي چې اوس هم په مرکز او ولسوالیو کې زیاتې دولتي ځمکې تر غصب لاندې دي.
دوی له عدلیې ریاست څخه غواړي چې پاتې غصب شوې ځمکې هم له غاصبانو څخه راوګرځوي.
یوازې زابل نه دی چې دولتي ځمکه پکې غصب شوې دي، بلکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په هکتارونو- هکتارونو دولتي ځمکې لا هم تر غصب لاندې دي چې آن وخت ناوخت یې د بیا راګرځولو پر سر د دولت او د سیمې د خلکو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته