امنیت

په زابل کې طالبانو ته دسردروند زيان او دتروريستانو له شتون څخه دکابل قندهار دلويې لارې پاکول .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
پوځي مقامات  د افغانستان په جنوب کې په تروريستي ډلو پورې داړوندو کسانو له شتون څخه دکابل قندهار دلويې لارې دبشپړ پاکولو خبر ورکوي .
دغه لويه لاره له پراخو پوځي عملياتو وروسته په بشپړه  توګه دتروريستانو له شتون څخه پاکه شوې ده .
دکابل قندهار لويه لاره په تيره بيا دزابل په ولايت پورې اړوندې ساحې په دې وروستيو وختو کې دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت په دليل په ناامنو ساحو اوښتې  وې .
  يرغلګر په دې لويه لاره کې په امنيتي پوستو او په مسافروړونکو کاروانونو په بريد سره ددې سبب شوې وه چې دکابل قندهار لويه لاره وتړل شي .
  دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق چې  دزابل ولايت په اړوندو سيمو کې ددغو پوځي عملياتو رهبري  په غاړه لري  . باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون څه نا څه  سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
جنرال عبدالرازق  وايي چې دغه عمليات يې دکابل قندهار دلويې لارې په ګډون دزابل ولايت په ټولو سيموکې پيل شوي دي . او په ټولو ساحوکې  وسله والوطالبانو ته دروند زيان اوښتى دى .
دپوليسو دغه مقام وويل چې وسله والو طالبانو اوس له پوځيانو سره دنښتو توان له لاسه ورکړى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې ددغو عملياتو په بهير کې  دکابل قندهار لويې لارې ته څيرمه سيمو په ګډون په لسګونوکلي په تروريستي  ډلو پورې داړوندو کسانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دقندهار او زابل  په ولايتونوکې پوځي مقامات وايي چې دتروريستي ډلو له شتون څخه په بشپړه توګه دکابل قندهار دلويې لارې په پاکولو سره اوس سپرلۍ په ډاډمنه توګه کولاى شي تګ راتګ وکړي.
دقندهار  ولايت امنيه قوماندان وايي چې په زابل ولايت کې پوځي عمليات به په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه ددغه ولايت  دټولو سيمو ترپاکولو پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته