امنیت

په زابل کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان په زابل کې له امنيتي مامورانو سره په نښته کې ووژل شول . په دغه طالبانو تېره شپه دشاه جوي ولسوالۍ دبازار په شاوخوا کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
دهېواد په جنوب کې په اتل قول اردو کې يو جکپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل:  په دې نښته کې څو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دزابل پوليسو  نن سهار په ګڼ مېشتو لارو کې لس ماينونه کشف کړل چې دچاودنومخه ونيول شوه
دماين ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته