په زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينګ سيالۍ تر سره شوې
کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د پاورلفټينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په کلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينګ سيالۍ تر سره شوې.
په يادو سياليو کې د زابل ځوانانو او استاد خوشحال کلبونو څخه په دوو کټګوريو کې، ځوانانو او لويانو برخه اخيستې وه، چې په ځوانانو کې احمد ضياء د ۲۳۰ کیلوګرام وزن او لويانو کې خوشحال روفي د ۲۲۰ کیلوګرام وزن په پورته کولو سره لومړي مقامونه خپل کړل.
د دغو سياليو د ترسراوي موخه سپورټ ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په پای کې د ورزش آمريت له خوا ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.