په زابل کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو
کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
په زابل کې د يوه ښوونځي د نوې ودانۍ په جوړېدو سره زده کوونکو ته مناسبه درسي فضا برابره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د «اقرا» پروژې له لارې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په جان محمد کلي کې جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ څلور درسي خونې او نور ضروري محلقات لري.
ختم-ج-ا