په زابل کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

قلات/باختر/ د چنګاښ ۲ مه
د زابل په مرکز قلات کې د کرکټ پیل شوې ٥٠ آوریزې سیالۍ د دغه ولایت د قلات ښاروالۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
ځايي چارواکي وايي، چې په دغو سیالیو کې د مرکز قلات شپږو لوبډلو برخه اخېستې وه، چې شاوخوا اتلس ورځې یې دوام وکړ.
د زابل د کرکټ بورد مشر محبوب محبت د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ته وویل چې ددغو سیالیو موخه د دغه ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.
له دې وړاندې په زابل کې ٢٠ آوریزې سیالۍ ترسره شوې وې، خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې ٥٠ آوریزې سیالۍ ترسره کېږي.
د کرکټ بورد مشر وايي چې له دې وروسته به یې هڅه دا وي چې په دغه ولایت کې د ٢٠ آوریزو سیالیو ترڅنګ ٥٠ آوریزې سیالۍ هم دود کړي او لوبغاړي ورته وروزي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته