په زابل کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي

کابل / د چنګاښ ۶ مه / باختر

په زابل کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا په درېیمه څپه کې د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی. دوی له خلکو غواړي چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.

په زابل کې د کرونا د ٤٠ بستریز روغتون مسوول ډاکټر حزب الله یوسفزی وايي چې د درېیمې څپې له پیل کېدو سره په دغه ولایت کې ۱۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له جملې یې۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور بېرته جوړ شوي دي.

یوسفزی زیاتوي چې په دغه ولایت کې هره ورځ له ۱۰۰ کسانو سمپلونه اخېستل کېږي چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې پایلې یې مثبتې وي.

هغه له عامې روغتیا وزارت غواړي چې په زابل کې د کرونا د درملنې لپاره نور کسان هم په دنده وګوماري.

په ورته وخت کې د زابل د عامې روغتيا ریيس ډاکتر لعل محمد توخي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا د سل بستریز روغتون د رغولو چارې په بشپړېدو دي چې په جوړېدو  سره به یې ټولې ستونزې اوارې  شي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل د کرونا په ٤٠ بستریز روغتون کې دا مهال پر کرونا اخته ۵۹ کسان درملنې لاندې دي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته