خبرونهامنیت

په زابل کې د پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل ، د غبرګولی ۴مه ،باختر

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۵ تنه د پسونو د قاچاق په تور نیولي دي.

د باختر آژنس د خبر له مخې؛ دغو کسانو غوښتل چې ۳۵۰ پسونه پاکستان ته قاچاق کړي چې د ۲۰۵ البدر قول اردو منسوبینو له خوا د زابل ولایت د شملزو ولسوالي  د قلعه رشید په سیمه کې نیول شوي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته