په زابل کې د ٣ر٣ ميليونو افغانيوپه ارزښت د يو کاريز کار بشپړېدو ته نږدى دى

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د سيدمحمد خان په کلي کې د کليو د بيارغاوني او پرمختيا وزارت له خوا د٣ر٣ ميليونه افغانيو په ارزښت د کاريزد جوړولو کار٩٢سلنه بشپړشوى او ټاکل شوې ده ډېر ژر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په دې پروژه کې د اوبو زيرمه، ٥٨٩ متره کانال او د څاګانو کيندل شامل دي چې په کې٨٥٨ کاري ورځې رامنځته شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دغه کاريز٢٥٠ جريبه ځمکه لري او٨٤٠ کسان به ترې ګټه پورته کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته