قلات باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
په زابل ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه ټيک کله چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونوپه پلان جوړولو بوخت وو، بريدونه وشول.
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې دغه بريدونه د افغانستان د هوايي پوځ له خوا ترسره شوي دي.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې د وسله والوطالبانو يو پټنځاى په بشپړه توګه دړې وړې شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ