خبرونهښوونه او روزنه

په زابل کې د نجونو ښوونځي لپاره  ودانۍ جوړیږي

کابل ، د غبرګولی ۳ مه،باختر

د زابل د مرکز کلات په رسالې کلي کې د نجونو یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي.

د زابل د پوهني رياست اداري مرستيال مولوي محمد نسيم نصير باختر آژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳۳۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي چې پنځویشت سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

نصیر زیاتوي چې ياد ښوونځی (١٢) درسي خونې، (٤) اداري خونې او نور اړین ملحقات لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د یاد ښوونځي زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې چې د دغې ودانۍ په بشپړېدو سره به ورته په مناسب چاپيریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته