په زابل کې د فولرزم سیالۍ ترسره شوې
کابل، باختر، د لړم ۳۰ مه
زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو کلبونو د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې د فولرزم سيالۍ ترسره شوې.
د المپیک او سپورټ لوی ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغو سياليو کې د عبدالغفور، نادر خان، عبدالشکور او روزي محمد کلبونو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د استاد نادر خان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.