په زابل کې د درې سوه پنځوس جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه برابرېږي
قلات / د غبرګولي / ۹ / باختر
په زابل کې د یوه کاریز په جوړېدو سره تمه کېږي د درې سوه پنځوس جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه برابرې شي .
دغه کاریز د شهر صفا په ولسوالۍ کې جوړ شوی دی او ټاکل شوې ده ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایی چې دغه کاریزد درې ميلیونو درې سوه زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی .
د زابل د کلیو د بیا رغونې او پراختیا د ریاست یوه مسوول باختر اژانس ته وویل چې د دغه کاریز په جوړېدو د درې سوه پنځوس جریبه کرنزه ځمکه او په لسګونو بڼونه خړوبېږي .
بزګران او بڼوال د دغه کاریز له جوړېدو خوشحاله دي .
پای / سعیده