په زابل کې د توکو بیې لوړې شوې دي
کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
د زابل اوسېدونکي وايي چې د مرکز قلات ښاروالي نه ده توانېدلي چې د توکو بیې کنټرول کړي.
د دغه ولایت اوسېدونکی عبدالرحمن وايي چې د توکو بیې اوج ته رسېدلې او د ښار ویالې او سړکونه هم خراب او ناپاک دي.
په خبره يې پر پارکونو زيات لګښت شوی؛ خو اوس ځينې برخې له کاره لويدلي او ځينې یې د خلکو پر مخ بند دي.
هغه له ښاروالۍ غواړي چې د ښار پاکوالي، د بیو کنټرول او د پارکونو ساتلو ته جدی پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د قلات ښاروالۍ مدير ضیاالحق زاهد وايي چې کرونا وبا، د لویو لارو بندېدل او د ډالر لوړېدل د دې لامل شوي چې د توکو بیې لوړې شي.
هغه وايي چې د بیو د لوړېدو په برخه کې د ښاریانو نیوکې پر ځای دي؛ خو دوی هڅې پیل کړي چې بیې کنټرول کړي.
هغه زياتوي چې په زابل کې درې تفریحي پارکونه لري چې دوه یې د نارینه و او یو یې د ښځینه لپاره ځانګړی شوی دی چې ټول فعال دي.
یوازې زابل نه دی چې د توکو بیې په کې لوړې شوې دي، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د توکو بیې لوړې شوي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
وصال