فرهنګ

په زابل کې د بادام ګل دودیزه مشاعره ونمانځل شوه

_قلات باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د نورو کلنو سره په توپير کې دا ځل د شپې له خوا د شيخ متي بابا په لوبغالي کې جوړه شوې وه،چې د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
په دغه مشاعر کې د زابل ولايت له ولايتي ادارې او فرهنګيانو سربېره د هېواد نامتو ليکوال او د سرحداتو وزارت معين عبدالغفور لیوال ، د هېواد او سيمې په کچه د تياتر وتلې څېره ممنون مقصودي،عبدالقادر قلاتوال،، د قندهار،لوګر،لغمان،ننګرهار،غزني، ميدان وردګ؛ کابل، هلمند، روزګان، کونړ او د کوزې پښتونخوا، څخه راغلو اديبانو، شاعرانو،فرهنګپالو؛ د ادب مينوالو او ځوانانو برخه درلوده.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
د زابل والي خيال محمد حسينې غونډې ته په خپله پيلېزه وينا کې ورته مشاعرې د سولې،امن او يوالي په راوستو کې کې خورا ګټورې وبللې.
هغه زياته کړه چې زابل د فرهنګيانو ټاټوبی دى او په پخپله غيږ کې يې ګڼ شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونه زيږولي دي چې نن د هغوی له خوږو شعرونو او نثرونو سره د ټولنې د پرمختګ پیغامونه ویل کېږي.
هغه پر ټولو شاعرانو غږ وکړ، چې د خپلې ژبې او قلم څخه په ګټې اخيستنې سره په هېواد کې د سولې، يوالي او ورورلۍ پيغامونه د شعر په ژبه تر خلکو ورسوي.
مشاعرې ته د هېواد د جمهور ريېس رالېږل شوى پيغام د والي د مرستيال رحمت الله يار مل له خوا ولوستل شو چې په کې له شاعرانو څخه غوښتل شوي وو، څو په خپلو شعرونو کې د سولې پيغامونو ته ځانګړى ځاى ورکړي،او خلګ د شعر په ژبه يووالي،سولې او ورورولۍ ته راوبولي .
جمهور ريېس محمد اشرف غني په لېږل شوي پيغام کې هيله ښودلې وه څو ياد مشاعره د سولې، امن او خوشحالۍ پیغام له ځان سره ولري.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریېس عبدالرزاق بشر د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست وزیر پوهاند محمد رسول باوري پیغام ولوست، په پیغام کې د بادام ګل کلنۍ دودیزه مشاعره د ادبي او فرهنګي پلوه زیاته مهمه او ارزښتناکه بلل شوې وه او په شاعرانو، ادیبانو،لیکوالانو ،د ادب پر مینوالو او فرهنګپالو غږ شوى وو،چې په ټولنه کي د مثبت بدلون لپاره دې ولسونه د شعر په ژبه مثبت لوري ته راوبولي.
جوړې شوې مشاعرې ته د هېواد د اجرايېه ريېس ډاکټر عبدالله عبدالله رالېږل شوی پیغام د ولایتي شورا د مرستیال اسدالله کاکړ له لوري ولوستل شو ،په دغه پيغام کې د دې تر څنګ، چې د بادام ګل د مشاعرې فرهنګي ارزښت بيان شوی وو، ترڅنګ يې له شاعرانو،ادیبانو،لیکوالانواو فرهنګپالو څخه غوښتنه شوې وه؛تر څو د شعر په خوږه ژبه په ولس کې د ملي احساس روحيې جذبه را ژوندۍ کړي.
ورسته شاعرانو په ادبي ټوټو، غزلونو او شعرونو سره د مشاعرې بله برخه راپیل کړه.
چې په زياتو شعرونو کې د بادام ګل د ګل په اړه ، د ورورولۍ، يوالي، سولې او جنګ څخه د خلاصون پیغامونه نغښتي و.
شاعرانو د هېواد څخه د جنګ د ټغر ټولو غوښتنه او د سولې د پیغامونو په خپرولو سره يې د ښکیلو غاړو د جنګ د دریدلو غوښتنې کولې.
د بادام ګل مشاعرې په بله برخه کي د تمثيل جوړه شوې پارچه هم د تکړه ممثل جاوید عابد له لوري وړاندې شوه، چي پکې سولې ته رسېدل د ټول افغان ملت يو ستر ارمان انځور شوی وو.
په مشاعره کې د سيمه يېزو سندرغاړو د موسيقۍ او ټنګ ټکور پروګرام هم چمتو شوی وو، چې تر ناوخته پورې يې مينه والو ننداره وکړه.
د يادونې وړ ده چې، د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو دودیزې مشاعرې جوړېږي چې د بېلابېلو ولایتونو او کوزې پښتونخوا سلګونه کسان په کې ګډون کوي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته