په زابل کې دڅلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

 دقلات ښار/ باختر/ د کب دمياشتې ٩ مه نيټه:
څلور تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دافغان پوځيانو په توپخانه يي ډزو کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان  شول .
په دغو وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى په پټنځي   بريد وشو.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل ؛ په دې نښته کې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اوشپږ تنه نور ټپيان شول،
درارسيدلوخبرونوله مخې؛ کله چې دغه وسله وال طالبان ديولړ ډاراچوونکوفعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو ، پرې بريد وشو.؛
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په  زابل ولايت کې ديولړ چاودنومخه ونيول شوه امنيتي ځواکونو نن سهار اووه ماينونه دزابل  ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډکړل.       
تراوسه پورې هيچا يا کومي ډلې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى دسيمې اوسيدونکي وسله وال وال طالبان ددغو ماينونو دښخولوعامل بولي .   پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته