امنیت

په زابل کې دوه تنه له وسله والو سره د اړیکو په تور ونیول شول

قلات باختر د غبرګولي ۲ مه
د زابل امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز قلات په مربوطاتو کې دوه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول شول.
د زابل امنیې قوماندان سعید معراج سادات باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ګډو افغان ځواکونو د مرکز قلات په بېلابېلو سیمو کې چاڼيز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په عملیاتو کې په تېرو څلرویشتو ساعتو کې دوه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
په زابل کې په داسې حال کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي، چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې ناامنۍ زياتې شوې دي، خو امنیتي مسوولین وايي، د زابل په ټولو سیمو کې به وسله وال ترهګر وځپي او سیمې به ترې پاکې کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته