امنیت

په زابل کې دولس وسله وال طالبان ووژل شول

_ قلاتباختر د چنګاښ ٢٣ مه
د زابل د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولايت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنيې قوماندان سعيد معراج سادات د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې تېره شپه په شاجوى ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
سرچينه زياتوي چې په نښته کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته پکې زيان نه دى اوښتى.پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته