-کابل باختر دلړم ديارلسمه
په زابل ولايت کې دنويو نښتو له امله شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول
دغه جګړې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دزابل ولايت دارغنداب ،شهر صفا او دشاجوي دولسواليو او دقلات ښار په مربوطاتو کې ونښتې لومړۍ جګړه تيره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دسپرليو په کاروان بريد وکړ .
په زابل ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل :طالبانو غوښتل چې دقلات ښار په مربوطاتو کې دسپرليو په کاروان بريد وکړي چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې نهه تنه وسله وال طالبان دزابل ولايت په شاجوي ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول
دغه جګړه تيره شپه دشاجوي ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې طالبانو غوښتل په يو واټ کې ماين ښخ کړي
دزابل پوليس وايي چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى رسيدلى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
دپوځيانو دغه بريد نن سهار په شهر صفا ولسوالۍ کې وشو .
دزابل پوليسو وايي چې په دې نښته کې څلور تنه يرغلګر ووژل شول
له بلې خوا هم ويل کيږي چې درې تنه وسله وال طالبان دزابل ولايت دمرکز قلات ښار په مربوطاتو کې ووژل شول په دغو موټرسايکل سپرو طالبانو دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
0 1 دقیقه لوستل