امنیت

په زابل کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په زابل ولايت کې دافغانستان دهوايي پوځ په بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دزابل ولايت دشاجوي او شينکي په ولسوالۍ کې تيک هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه هوايي بريدونه دافغان هوايي پوځ له خوا شوي دي .
ويل کيږي چې ددغو بريدونو په پاى کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل  په ساحه کې پاتې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته