په زابل کې دطالبانو دبريد له امله ديو ماشوم په ګډون دوه تنه شهيدان شول
کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣ :
په زابل ولايت کې تير ماښام ديوې ډلې وسله والو طالبانو دبريد له امله ديو ماشوم په ګډون دوه تنه شهيدان شول.
دغه پيښه دشاه جوي ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه.
درارسيدلو خبرونوله مخې : وسله والو طالبانو دسرتيرو په ګډون په يوشمير خلکو بريد وکړ او وروسته وتښتيدل.
دزابل ولايت دشاه جوي ولسوال عبدالخالق دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې يو ماشوم او يو پوځي شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده ددغه بريد پړه دوسله والو طالبانو په غاړه واچوله او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.