په زابل کې۶۰ زده کوونکو د کمپیوټر له کورس څخه فارغ شول
۴۲- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د زابل د مخابراتو ریاست د کمپیوټر او انټرنېټ له شپږ میاشتني کورس څخه ۶۰ زده کوونکو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د زابل د مخابراتو او ټکنالوژۍ رييس نورمحمد نور د معلوماتي ټکنالوژۍ زده کړه د هېواد یوه جدي اړتیا وبلله او له فارغو زده کوونکو څخه یې وغوښتل؛ هغه څه چې یې زده کړل په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې فارغ شوي زده کوونکي دا ډول پروګرامونه د ځوانانو او کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره ډېر مهم بولي او وايي چې له يادو زده کړو څخه به په ورځنيو چارو کې پوره ګټه پورته کړي.
دغه زده کوونکي له دولت او اړوندو بنسټونو څخه هيله لري چې دې ته ورته ښوونیز پروګرامونه د نورو ځوانانو لپاره هم جوړ کړي.
پای/وصال