په زابل کې۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ د غبرګولي ۲ مه/ باختر
د زابل په شهر صفر ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو نښته کړې چې پر مهال یې طالبانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د زابل امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر شهر صفا ولسوالۍ او د قندهار – کابل پر لویه لاره د زابل په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې تر ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په شا تمبول شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته