امنیت

په زابل ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
د امنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې پرون په زابل ولايت کې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې د زابل ولايت د ډار اچوونکو د لمنځه وړلو په مقصد د سيوري ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
په دغو عملياتوکې پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکو د چاڼيزو عملياتو د ترسره کولو له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او يو طالب ټپي شو او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يو لړ نورو ورته عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته