خبرونهښوونه او روزنه

په زابل او روزګان کې ۶۷۱ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

 کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

په زابل او روزګان کې  پوهنې ریاستونو ۶۷۱ خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل.

د زابل او روزګان د پوهنې رییسان وايي چې د ښوونکو خالي بستونه به د مرکز په شمول ولسوالیو ته هم ورکړل شي. په خبره یې، اوسنی تشکیل بسنه نه کوي او اړتیا ده چې وزارت نور تشکیل هم ورکړي.

بل لور ته د اصلاحات ادارې مسؤلین وايي، چې اسلامي امارت لوستو او وړ ځوانانو ته د کار زمینه برابروي. دوی ډاډ ورکړی چې په شفاف ډول به خالي بستون ډک کړي او وړ کسان به په دندو وګومارل شي.

په ورته وخت کې هغه ځوانان چې خالي بستونو ته یې نوم لیکنه کوله، وایي: خوښ دي، چې د افغانستان اسلامي امارت ورته د کار زمینه برابره کړي.

صدیقی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته