هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩:
د هرات پوهنتون څه ناڅه درې سوو تنو محصلانو پرون په اعتصاب او لاريون لاس پورې کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دهرات پوهنتون څه ناڅه درې سوو تنو محصلانو په تيره بيا هغو محصلانو چې له نورو ولايتونو څخه په دغه پوهنتون کې په زده کړې بوخت دي د هوا د تودوخې له امله غواړي چې دروژې په مبارکه مياشت کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا رخصت شي . محصلانو دهغو ستونزو چې ورته پيدا شوي دي يادونه وکړه او درخصتۍ غوښتونه يې وکړه.
د هرات پوهنتون يو خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل : چې په دې اړوند يې د لـــوړو زده کړو د وزارت له مقاماتو سره اړيکې نيولي دي اود محصلانو ستونزې يې په ګوته کړي دي چې په دې اړوند تصميم ونيسي او اعتصاب کوونکې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.
0 1 دقیقه لوستل