کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په کابل کې د ایران سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، دواړو لوریو په روغتیايي برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، د کابل په افشار سیمه کې د سرطاني ناروغانو د درملنې مرکز د چارو، په بامیانو کې د ایران له لوري د جوړېدونکي روغتون د کارونو د پرمختګ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د یو بل خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مالي او اداري معین مولوي عارف الله عارف او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د مالي او اداري له لوی رئیس مولوي حمیدالله امین سره په ناسته کې، له ایډز ناروغي سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
هغه، له ایډز ناروغي سره د مبارزې په لاره کې د عالمانو رول مهم بللی او د یادو وزارتونو له استازو یې غوښتي چې د هېواد د علماء کرامو له لارې د عامه پوهاوي کچې د لوړولو په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
هغوی هم ژمنه کړې چې په دې برخه کې د مساجدو او سمینارونو د جوړولو له لارې به له یاد وزارت سره همکاري وکړي.