نړۍ

په روسيې کې دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ووژل شول

مسکو نيوز نو باخترد تلې دمياشتې ١ :
دروسيې دقفقاز دسيمې  په داغستان جمهوريت کې  دپوليسو په يو مرکز کې دموټر بم د چاودنې له امله  دوه تنه پوليسان ووژ ل شول  او اته  تنه نور ټپيان شول.
دريانوستي خبري آژانس دداغستان جمهوريت دکورنيو چارو وزارت له خولي
اعلام وکړ چې دغه پيښه نن سهار دداغستان  دتبسران  دسيمې دخوچني په ناحيه کې وشوه  چې له امله يې  دوه پوليسان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
دروسيې دقفقازسيمه  چې دداغستان جمهوريت پکې موقعيت لري  په وروستيو مياشتو کې  په نسبي ډول ناآرامه وه  او ددغې چاودنې له امله  دپوليسوڅو موټرونه  زيانمن  او دپوليسو دمرکز ودانۍ او دهغه شاوخوا کورونو ته  زيان اوښتى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته