خبرونهښوونه او روزنه

په روزګان کې ۱۳ ښوونځیو ته نوې ودانې جوړېږي

کابل، د غوایي ۲۲مه، باختر

د روزګان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې په روان کال کې د دغه ولایت په چنارتو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو د رغولو او بیارغولو چارې پیلوي.

د یونیسف ولایتي مسؤل ډاکټر فواد د روزګان د اقتصاد له رئیس مولوي مولاداد حسن سره په کتنه کې ویلي، چې روان کال د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۱۳ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړوي او ۷ نورې بیا رغوي.

د مسوولینو په وینا، راتلونکې اونۍ په ګیزاب ولسوالۍ کې هم د اوبو رسولو یوه لویه پروژه پلې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته