امنیت

په روزګان کې په نويو نښتو کې د ١٣ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په روزګان  ولايت له پوځيانو سره  په نويو نښتو کې ووژل شول .
جګړې  نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې دپوځيانو په ناڅاپي  بريد کې ونښتې .  په روزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې ١٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
شاه محمد وايي چې په دغو بريدونوکې وسله والوطالبانو ته د سردزيان  په اوښتو سربيره  دوسله والو طالبانو دډلې څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .  ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى .   ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته