ترينکوټ باختر دوږي دمياشتې ٢٥ نيټه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې له امله ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان او د ترينکوټ ښاتر په مرکزکې هغه وخت چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو پرې ډزې وشوې.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په وژل شويوکسانوکې درې تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.
ويل شوي دي چې په دې نښته کې سرتيرو او کليوالي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ