امنیت

په روزګان کې وسله والو طالبانو ته دروند زيان واوښت

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٤:
په روزګان ولايت کې  دنويو نښتوله امله  ١٣ تنه وسله وال طالبان  ووژل  شول او  څه ناڅه  ٢٣ تنه نورټپيان شول.
د روزګان ولايت دچارچينو او ددهراود  دولسواليو په ځينو سيمو کې  جګړې هغه وخت  ونښتې چې پوځيانو دطالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل .
په روزګان ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دغو  جګړو کې دوسله والو طالبانو دډلې ١٣ تنه غړي ووژل شول او  ٢٣ تنه نور ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه وسله او مهمات هم امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته