په روزګان کې هم د پرلت خېمه ودرول شوه

لښکر ګاه باختر د  وري د میاشتې ۱۸ مه
د هلمند،کابل،زابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه وروسته د روزګان ولسونو هم د  پرلت  خیمه ودروله.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د  خبر له  مخې:
د دغه کسانو شمېر چې لسګونو تنو رسیږي وايي ترهغوبه خیمه ټوله نه کړي
ترڅوچې يې وسله والو طالبانو او دولت غوښتني نه وي منلي.
دوی د هلمند له پرلت کوونکو څخه  هم ملاتړ اعلام کړ او زیاته یې کړه چې له روانې جګړې څخه ستړي شوي اونور يې د زغمولوتوان نلري.
له هلمند ورسته تازه په روزګان ولایت کې د سولې د پرلت خیمه په داسې مهال درول کېږي چې له دې وړاندې د پلازمینې کابل په شمول په نورو ولایتونو کې هم ورته خیمې درول شوې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته