کابل باختر د زمري اتلسمه :
په روزګان ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دغه مرسته د مرستندويو بنسټونو له خوا اړو کورنيو ته برابره شوې ده .
د روزګان ولايت يوه سيمه ېيز قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ په دې پړاو کې له شپږ سوه کورنيو سره دخوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته شوې ده .
سرچينه زياتوي چې دغه مرستې له جګړه ځپلو او له پاکستان څخه راستنې شويو کورنيو سره وشوې.
د روزګان ولايت سيمه ېيز مقامات وايي هڅه کوي چې د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له اړو کسانو سره د زياتې مرستې لپاره زمينه برابره کړي . ختم_ ف _ اکرم