خبرونهاقتصادټولنه

په روزګان کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د وږۍ ۲۷ مه، باختر

د روزګان ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز کې ۳۰۱ زره امریکایی زره ډالرو په لګښت د ۴ رغنیزو پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ( ای. سي. ار. سي) ادارې په مالي ملاتړ د ۳۰۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۴ رغنیزو پروژو چارې پيل شوي، چې په کې یو چکډیم، ۳ کانالونه، سربندونه، استنادي دیوالونه او سیفونونو جوړېدل شامل دي چې چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.

هېره دې نه وي، چې په دغو پروژو کې ۷۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته