ترينکوټ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دغه ولايت د کرنې ریاست په مالي لګښت د شاوخوا اوولسو میلیونو افغانیو په لګښت د کبانو د ساتلو څلوېښت فارمونه جوړیږي.
د روزګان والي محمد نذیر خروټي باختر اژانس ته وویل چې د دغو فارمونو په جوړېدو سره به خلکو ته د کاري زمینې د برابریدو تر څنګ په دغه ولایت کې د روغتيايي غوښو سرچینه هم رامنځته شي.
د روزګان ولایت د کرنې او اوبو لګولو رییس انجنیر زلمی الکو وايي چې د کبانو د ساتنې دغه څلویښت فارمونه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د څه دپاسه اوولس نيم ميليونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په بیلا بیلو سیموکې د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.
د ده د څرګندونو له مخې هر فارم یا حوض به دوه متره ژوروالی، یوولس متره اوږدوالی او یوولس متره عرض ولري چې په کې پنځه سوه کبان ساتل کیږي.
0 1 دقیقه لوستل