سیاست

په روزګان کې د پارلماني ټاکنو د پروسې لومړنی پړاو پیل شو

_ترينکوټ باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
په روزګان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسيون له خوا د پارلماني ټاکنو لومړني پړاو پيل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د روزګان  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمدشاه قانوني وویل چې د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو پروسه پنځه پړاوونه لري چې دغه يي د لومړني پړاو پیل دی.
قانوني وویل چې په دغه دوره کې د رایې اچونې مرکزونه ارزول کیږي او هغو ځایونو ته به انتقالیږي چې خلک په اسانۍ سره  ورته لاسرسی ولري.
د قانوني په وینا دغه پروسه به یوه میاشت وخت ونیسي او د مرکز ترینکوټ تر څنګ به د د غه ولایت په پنځو ۵ ولسوالیو کي د رایې اچونې مرکزونه وارزول شي.
د روزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وویل چې په تېرو ټاکنو کې خلکو نیوکي کولې چې د ولسوالیو څخه ددوی کوم استازی پارلمان ته نه دی تللی.
پټان زیاته کړه چې د ا ځل دولت هوډ لري، چې له پارلماني ټاکنو سره یو ځای د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې هم تر سره کړي چې له ټولو ولسوالیو څخه به یو تن د مشرانو جرګې ته د سناتور په توګه ټاکل کیږي.
‎د ښځو چارې رېیسې رڼا سیمع وفا پر ښځو غږ وکړ چې په دغه پروسه کې د خلکو او هیواد د خدمت په موخه خپل ځانونه نوماندان او یا هم نورو ته رایې ورکړي او په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
وفا د ټاکنو کمسیون له خپلواک کميسون څخه هيله وکړه چې په دغه پروسه کې ښځينه کار کوونکو ته لومړيتوب ورکړي څو ښځې وکولای شي چې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
پاي/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته