امنیت

په روزګان کې د ماين دچاودنې له امله څلور تنه ماشومان ټپیان شول

-ترينکوټ باختر د زمري د میاشتې ۱۵ مه
د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په سفيد خار سيمه کې د ماین دچاودنې له امله څلور تنه ماشومان ټپيان شول.
د روزګان د امنیت امر سمونيار عبدالقوي عمري باختر اژانس ته وویل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغو څلورو تنو ماشومانو د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پرځای شوی ماین موندلی او لوبې ورسره کولې.
د ترینکوټ د مرکزي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي هم وايي چې د پیښې له ځایه ورته څلور تنه ماشومان ور وړل شوي چې د دوو تنو ماشومانو روغتیایي وضعیت نازک دی او د درملنې په موخه يې قندهار ته لېږدولي دي.  پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته