امنیت

په روزګان کې د لسګونو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
دداعش دډلې  په لسګونو تنه غړي  په  روزګان ولايت کې دپوځي عملياتوپه  بهيرکې ووژل شول.
دغه عمليات تېره شپه د کوماندو د ځواکونو له خوا د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د دوه لارې په ساحه او د دغه ولايت په چورې ولسوالۍ کې ترسره شول.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باخترآژانس ته وويل  چې په دغو ځانګړو عملياتوکې د طالبانو د ډلې د شپږ و تنو قوماندانانو په ګډون ٤٩ تنه وسله وال طالبان وژل شول او  ٣٣ تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: په  ټپيانوکې د روزګان د ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي هم شامل دى.
ويل کيږي په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې هم د کوماندو د ځواکونو لاسته ورغلې دي.
سليم وايي: په دې  جګړوکې د کوماندو ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې په روزګان ولايت کې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه او د دغه ولايت   د دهراوود او د چارچينو په ولسواليوکې د طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې   چې تېره شپه د پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف اوترلاسه شوې دي.
د روزګان پوځي مقامات وايي: له دغو ډيپوګانوڅخه په لسګونوسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.                                                                                    
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په روزګان ولايت کې دڅه ناڅه دريوچاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار درې ماينونه د ترينکوټ ښارله يوه واټ او د دهراوود  له واټونوڅخه کشف او شنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته