امنیت

په روزګان کې د عوايدو د آمريت لپاره ودانۍ جوړيږي

ترينکوټ باخترد زمري د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د څه باندې درې ميليونو افغانیو په لګښت د عوایدو امریت لپاره ودانۍ جوړیږي.
د روزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي باختر اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د مالي وزارت له خوا د درې ميليونو او اته سوه زره افغانيو په لګښت سره جوړيږي.
د روزګان سرپرست مستوفي رحیم الله پوپل وايي: دغه ودانۍ به څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات ولري چې د رغولو چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کي بشپړې شي.
پوپل زیاتوي چي وړاندې تر دې دوی د ځای له کمښت سره مخامخ وو او ددغې ودانۍ په جوړيدو سره به ددوی د عوایدو د آمریت د کارکوونکو شمېر زیات شي چې ورسره به يې کارونه چټک او عواید به يي هم زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته