امنیت

په روزګان کې د طالبانو پر يو مرکز د پوځیانو راکټي برید

کابل/ د لړم ٢٢مه/ باختر
امريکايي پوځیانو په روزګان کې د طالبانو پر یو مرکز توغنديز برید وکړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: د ترینکوټ په شمال کې تېره شپه د طالبانو يو مرکز د توغندي په لګېدو سره اور واخيست.
تر اوسه په بریدکې د طالبانو د سر د زیان شمېر نه دی معلوم.
په روزګان کې یوې پوځي سرچینې له باختر آژانس سره په خبروکې دغه توغنديز برید تایید کړى او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو ته د سر زیانونه اوښتي دي، خو دقیق شمېر يې معلوم نه دی.
د پېښې یوه عیني شاهد رسنیو ته وویلي دي چې په برید کې د طالبانو دغه مرکز او پکې ټول ډار اچوونکي له منځه تللي دي.
تر اوسه طالبانو او ناټو په دې اړوند څه نه دي ویلي.
په یوبل خبرکې ویل شوي دي چې د روزګان پولیسو په ګڼ مېشتولاروکې د١٠  ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنومخه ونیوله.
وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونوعاملين بلل شوي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته