امنیت

په روزګان کې د طالبانو د سر دروند زيان

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
درې ويشت تنه وسله وال طالبان نن په روزګان ولايت کې د جګړو په بهيرکې ووژل شول او اولس تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړى د دغه ولايت د دهراوود او چهارچينو ولسواليو په ځينو سيموکې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو د پوليسو په يو شمېر پوستو بريدونه وکړل .
په روزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان وويل چې جګړې د چهارچينو او دهراوود ولسواليو په ځينو سيموکې د پوليسو په پوستو د طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې او طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى او د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي دي .
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته