په روزګان کې د دریو تنو ماین ښخوونکو طالبانو وژل کیدل
-ترینکوټ/ باختر/ د تلې ۳ مه
په روزګان ولایت کې درې تنه ماین ښخوونکي طالبان نن سهار د امنیتي ځواکونو په ډزوکې ووژل شول. دغه طالبان غوښتل د دهراود ولسوالۍ په عمومي واټ کې ماین ښخ کړي.
په روزګان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان باختر آژانس ته وویل چې د پوځیانو په دغو ډزوکې درې تنه ماین ښخوونکې طالبان ووژل شول .
ده وویل: دغه طالبان غوښتل د دهراود ولسوالۍ په عمومي واټ کې ماین ښخ کړي چې د پوځیانو له خوا پرې برید وشو .
ختم/ ع