په روزګان کې د دريو تنو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل
کابل باختر د وري څلورمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغو وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې غوښتل دترينکوت ښار په لويه لاره کې ماين ښخ کړي خو خپل ماين پرې چاودنه وکړه .
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماين ښخوونکي ووژل شول .
ده وويل وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي خوبريالي نه شول . ختم_ عطاالله _ اکرم