امنیت

په روزګان کې دوه تنه طالبان ووژل شول

ترینکوټ باختر د وږي ۱۰ مه د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار په چنارک سیمه کې د غلام رسول د ډلې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ژوندي نیول شوي دي. د دغه ولایت د څارګرې ادارې مشر عبدالصمد شمس د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان وړمه شپه د څارګرې ادارې د ځواکونو د غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي. د شمس په خبره چې له يادو کسانو سره يې درې کلاشينکوفونه، یوه تومانچه، ۴ موټرسایکلونه او شاوخوا ۱۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي هم نیولي دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته