امنیت

په روزګان کې دهوايي بريد له امله پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دروزګان ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه دهوايي ځواکونو دبريد له امله  پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
باختراژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې امنيتي ځواکونو دروزګان ولايت  دخاص روزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په شبخه او قوتوزي  کليو کې  دډار اچوونکو  په دووقرارګاه و هوايي بريدونه وکړ چې له امله يې پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
  په دې هوايي بريد کې ددښمن  درې موټرونه ،  نهه موټرسايکلونه ، دوه توغندي ويشتونکي ،  درې ميله پيکا او يوه اندازه مهمات له منځه تللي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته