په روزګان کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ماشومان ټپيان شول.
کابل باختر د وري دمياشتې ٢ :
څلور تنه ماشومان په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې امله ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار دخاص روزګان په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه
چې دطالبانوله خوا ښخ کړاى شوي ماين وچاوديد.
دروزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل : په دې پيښه کې څلور تنه ماشومان ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيِښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.
له بله پلوه دروزګان ولايت د روغتون ډاکترانو د دريو تنو ماشومانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .