کابل باختر د زمري پنځلسمه :
په روزګان ولايت کې دنويو نښتو له امله وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت .
دغه جګړۍ ددغه جنوبي ولايت په ځينو سيمو کې دپوځيانو دعملياتوپه بهير کې ونښتې .
لومړۍ جګړه تيره شپه ددهراود ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې په دغو طالبانو په دهراود ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
ديوبل خبر له مخې :يوولس تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه په څو امنيتي پوستو دطالبانو له بريد وروسته پيل شوه او تر نن سهار پورې يې دوام وکړ .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور هم ټپيان شول .
دوه تنه پاکستانيان هم په دې جګړه کې په وژل شويو طالبانو کې شامل دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دروزګان ولايت په ترينکوټ ښار کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې له اړوندو کسانو سره دپوځيانو په نښته کې درې تنه يرغلګر ووژل شول .
جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې وسله وال طالبان دترينکوټ ښار ته څيرمه په خپلو تروريستي فعاليتونوبوخت و و .
0 1 دقیقه لوستل