امنیت

په روزګان کې دطالبانو له خوا دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .
دغه بيګناه  ماشومان نن سهار د روزګان ولايت په دهرواد ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له خوا دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جپګوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دې چاودنه کې دوه تنه ماشومان شهيدان شوي دي .
ده وويل دغه ماشومان په خپلو ماشومانه لوبو بوخت و چې په سړک کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې  دعاملانو دپيژندنې او نيولولپاره هلې ځلې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته